طالبان د نشه يي توکو ستره مافیا او د افغانستان بربادونکي دي

comments 0

240 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند یو شمیر مدني فعالان، اوسیدونکي او دیني عالمان وایي وسله وال طالبان له غیري اسلامي او غیري قانوني لارو چارو څخه د جګړې د دوام لپاره پیسې په لاس راوړي، او دا مهال د سیمې په کچه د نشه يي توکو پر مافیا تبدیل شویدي.
د هلمند اوسیدونکي او مدني فعالان وايي چې وسله وال طالبان تر خپل کنټرول لاندي سیمو کې په سلګونه د نشه يي توکو د تولید مرکزونه او لابراتوارونه فعاله کړیدي، چې ځانګړي او تخصصي نشه يي توکي د مورفین، شیشې، هیروین،کوکاکین او ګڼو نورو نومونو باندي تولیدي، چې په مټ یې هره میاشت په میلیونونه ډالر لاسته راوړي،چې وروسته همدا پیسې د افغانستان په بربادۍ او د بې ګناه ولسي وګړو او ماشومانو په وژنه لګوي.
دغه اوسیدونکي او مدني فعالان وايي طالبان دا مهال د سیمې په کچه د نشه يي توکو پر مافیا تبدیل شویدي،بیلابیل ځانګړي نشه يي توکي توليد او قاچاق کوي.
ددوی په وینا چې نشه يي توکي د افغانستان د بربادۍ لامل دي، او لازمه ده ترڅو ولسونه د طالبانو ددې کړنې پر وړاندي راپورته شي، او مخنیوی یې وکړي.
د ولسي وګړو او مدني فعالانو په خبره چې ددغو ځانګړو نشه يي توکو د تولید د مرکزونو چاري د طالب مشرانو او نورو ټيټ پوړو طالبانو له لوري رهبري او پرمخ وړل کیږي.
دوی د نشه يي توکو د تولید پر مرکزونو او لابراتوارونو د افغان امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه اغیزمن ګڼي، او د لا دوام غوښتنه او ملاتړ یې کوي.
هلمند کې دیني عالمان د نشه يي توکو د استعمال ترڅنګ لدې لاري څخه د پیسو لاسته راوړل او کاروبار ناروا او د اسلام خلاف ګڼي،او له طالبانو غواړي چې له غیري اسلامي او غیري قانوني کړنو څخه مخ را وګرځوي.
دیني عالمان وايي نشه يي توکو ټولو افغانانو او هیواد ته ستر زیان اړولی دی، میلیونونه ځوانان دا مهال په نشه يي توکو روږدې دي، او طالبان لدې لاري د خپلي جګړې د دوام لپاره مالي امکانات په لاس راوړي.
هلمند کې پداسي حال کې ولسي وګړي ، مدني فعالان او دیني عالمان د طالبانو له لوري د نشه يي توکو د تولید په مرکزونو کې د ځانګړو نشه يي توکو له تولید څخه خبر ورکوي،چې افغان او امریکایي ځواکونو د هیواد په کچه د نشه يي توکو ډیری لابراتوارونه په نښه او د هوایي بریدونو په ترڅ کې یې له منځه وړیدي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments