طالبان د سولې په مذاکراتو کې خپلې ژمنې نه دي پلي کړي

comments 0

2629 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند دیني عالمان او اوسیدونکي وايی که څه هم وروستیو کې طالب مشرانو له افغان پلاوي سره په قطر کې پدې هوکړه کړې وه چې پر ولسي وګړو او عامه ځایونو او تاسیساتو به خپل بریدونه کموي، خو برعکس نه یوازي دا چې پدې تعهد یې عمل ونکړ، بلکې لا یې هم پخپلو بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته زور ورکړیدی.
د هلمند دیني عالمان د طالبانو په وروستیو بریدونو او ماین چاودنو کې په کندهار، کابل او غزني ولایتونو د ولسي وګړو مرګ ژوبله په سختو ټکو غندي او دا یو ناروا او د اسلام خلاف عمل ګڼي.
د دیني عالمانو په وینا چې په جګړې کې ولسي وګړي او عامه ځایونه باید خوندي واوسي، خو طالبانو ته د اسلامي احکامو خلاف ولسي وګړي خپل هدف ګرځولي او پراخه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د هلمند دیني عالمان وايي په وروستیو کې طالب مشرانو د قطر په پلازمینه دوحه کې له افغان پلاوي سره د سولې کنفرانس په وروستیو کې یو پریکړه لیک صادر کړ چې په هغه کې پر عامه ځایونو، ټولګټو تاسیساتو او ولس میشتو ځایونو باندي د بریدونو د کمښت او نه کولو ژمنه وکړه ، خو اوس عملآ طالبان له یادي هوکړي څخه د خپلو سیمه ایزو استخباراتي ملاتړ کوونکو په لارښوونه سرغړونه کوي، هره ورځ ولسي وګړي او عامه ځایونه په نښه کوي.
دیني عالمان له طالبانو غواړي چې نور د خپلو بې ګناه افغانانو وروڼو وژنه ودروي، او د ولس د ارادې سره سم دي د سولې او ورورولۍ لار چې اسلام ورباندي ټينګار کړیدی خپله کړي.
د هلمند اوسیدونکي او مدني فعالان هم وسله وال طالبان د سولې په مذکراتو کې د ترسره کړو توافقاتو او تعهداتو پر سرغړونه او نه تطبیق تورنوي، او زیاتوي چې وسله وال طالبان پخپلو افغانانو وروڼو هیڅ ډول رحم نلري، بلکې هره ورځ ګڼ شمیر افغانان د طالبانو د بریدونو، ماین چاودونو او جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments