طالبان د سولې پروسه کې تر فشار لاندې دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ امریکا: د امریکا دفاع وزیر جیمز میټېس په پنټاګون کې رسنیو ته ویلي چې سویلي اسیا لپاره د امریکا سټراټيژي ښې اغېزې لري.
میټېس د پخلاینې بهیر د امریکا د دغې سټراټيژۍ یوه مهمه برخه بللې او زیاته کړې یې ده چې د تاریخ په اوږدو کې جګړې د پخلاینې له لارې حل شوې دي.
د میټېس په وینا افغانستان کې د سولې روانې هڅې د افغانانو په مشرۍ کېږي، او موږ له افغان حکومت سره د جګړې پای ته رسېدو لپاره له نږدې کار کوو.
د میټېس په باور که څه هم پر طالبانو فشار د زیاتېدو په حال کې دی، خو د پخلاینې بهیر به وخت ونیسي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اعلان وروسته امریکايي ډیپلوماټانو په قطر کې له طالب چارواکو سره خبرې پیل کړي چې په افغانستان کې اوولس کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
لمر آشنا

Share this page to Telegram

Comments