طالبان د سولې د کنفرانس په اړه سم مالومات نه لري

comments 0

1 Views

هندوکش – اندونیز: د اندونیزیا د علماوو د شورا د نړیوالو اړیکو څانګې مشر محی الدین جنیدي ویلي، دوی به له خپلې پرېکړې سره سم، د افغانستان د سولې په تړاو د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د د سلګونو علماوو په ګډون ناسته جوړوي، خو طالبانو له دغې ناستې ناسم تعبیر لري.
هغه ویلي، ښايي طالبان ددغې ناستې په اړه سم نه وي پوه شوي او کیدای شي غلط مالومات ور رسېدلي وي.
نوموړي ویلي، مونږ یواځې دا غواړو چې هغوی ته غوږ کېږدو او د شخړو د حل په برخه کې ورسره خپلې تجربې شریکې کړو او دا هم غواړو چې د فتواو ورکولو په برخه کې ورسره همغږي رامنځ ته کړو.
هغه هیله مندي ښودلې د طالبانو استازي به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments