طالبان د جګړې په لیکو کې له ماشومان ګټه اخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – بغلان: دبغلان ولایت اوسیدونکي وايي چې ددې ولایت په لیرې په پرتو ولسوالیو کې طالبان له کم سنه ماشومانو په جنګي لیکو کې کاروي، چې دا یو بشري جنایت دی او باید دپای ټکی ورته کیږي .
په ورته مهال دماشومانو دحقونو فعالان بغلان کې وايي چې ددې ولایت په ځینو سیمو کې طالبان په زور ماشومان مجبوروي چې ورسره یوځای شي او د ځینو سیموپه ښوونځیو کې ددرسي نصاب پرځای داسې نصاب تطبیقوي چې پکې ماشومان جنګ او وسلې ته هڅول کیږي
بغلان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر وايي چې له ماشومانو څخه استفاده بد عمل دی؛ دا چې طالبانو ورڅخه تل په جنګ کې استفاده کړې؛ لوی جنایت دی، ښه لار دا ده چې خلک باید د خپلو ماشومانو پاملرنه په ښه توګه وکړي او پرې نه ږدي چې ماشومان یې د تروریستانو لاسونو ته ورشي.
په ورته وخت کې د بغلان امنیه قومنداني وايي دوي کوشش کوي؛ په هر ځای کې چې وي د داسې جنایتونو مخه ونیسي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments