طالبان د جګړې او سیاست په کندو کې

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې طالبانو د پاکستان په ملاتړ او پاکستاني ملایانو په فتوا افغانستان کې افغان وژنه پیل کړې، تر ننه یې زیات افغانان وژلي او زیات یې معیوب کړي دي.
د طالبانو اجرتي ډلې د پاکستان د څارګرې ادارې په دستور هر هغه کار په افغانستان کې وکړ او لا یې کوي چې پاکستان یې د ځان لپاره ګواښ بولي، د پآکستان څارګره اداره ځکه په خپل پلان کې بریالی ده چې ملیشو یې تر پرونه د دوی اهداف تعقیب او په نخښه کړل.
خو پاکستان بیا تل د امریکا او نورو هېوادونو د فشارونو له کبله طالبان په نخښه کړي او یا یې بربنډ امریکا ته سپارلي، پاکستان طالب د خپلې موخې لپاره کاروي او هر هغه کس او یا ډله چې د ای ایس ای له اوامرو سرغړونه وکړي بندي کیږي او یا وژل کیږي.
د طالبانو ځینې هوښیار مشران پوه شول چې پاکستان یې د خپلو موخو لپاره کاروي او په افغانستان کې د جهاد لپاره هیڅ هدف نه دی مالوم، نو له جګړې یې یا لاس اخیستی، یا خپل هېواد کې خوندي ځای کې پټ دي او یا نورو هېوادونو کې سیاسي پنا اخیستې او یا یې غوښتنه کړې.
د طالبانو په منځ کې لوی درز هغه مهال پیدا شو، کله چې د طالبانو مشر روسيي ته سفر وکړ او مسکو کې یې له کا جي بي سره لیدنې وکړې چې افغانستان کې د جګړې لپاره ورته امکانات او پيسې ورکړي.
له روسيي سره د افغانستان پخوانۍ دښمنۍ له کبله د طالبانو ځینو قومندانانو دا مرستې و نه منلې او د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې ته ورغلې، طالبان چې پاکستان لکه د کالو مینځلو (شوړه) استعمالوي او ګذاروي یې اړ شول چې له روسيي سره یارانه وکړي، خو د روسيي یارانه ورته اسانه هم نه ده.
روسیه د امکاناتو او پیسو په بدل کې له طالبانو د امریکا او داعش لوی هدفونه غواړي چې په نخښه یې کړي، خو طالبان دا کار ځکه نه شي کولای چې زور یې نه رسیږي.
طالب پاکستان ته ځکه په درد خوږ چې هغه پرې بې وسلې افغان سرتېري وژل، ښوونځي او روغتونونه یې پرې بندول، سړکونه او پلچکونه یې پرې ورانول او د کلو خلک یې پرې بې ځایه کول، دا کار د طالب لپاره ځکه اسانه و چې بې وسلې ولس منځ کې اوسیدل او هغوی د ځینو مجبوریتونو له کبله غږ نه ویست.
طالبانو اوس د لیوه غوږونه نیولي، که پاکستان سره ملګرتیا ته دوام ورکوي، له شرم پرته ورته بل څه نشته او که له روسیي سره مخکې ځي، نو د روسيي هدفونه لوړي دي او ورته رسیدلی نه شي.
د طالبانو تر منځ خپل منځي جنجالونو لوی لامل له روسيي سره اړیکې دي چې څنګه یوه ډله چې د اسلام په نوم جګړه کوي او بیا له یو بې کتابه مرسته اخلي او اهل کتاب او مسلمان پرې وژني.
طالب مشرانو څو ځل هڅه کړې چې یا خپل قومندانان د روسيي په مرستو قانع کړي چې اړتیا ده ورته او یا خو د روسيي له مرستو منکر شي چې هیڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه شوي.
وروستي راپور وښوده چې روسیه د میاشتې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت طالبانو ته تېل او نور امکانات برابروي چې د روسيي اهداف افغانستان کې په نخښه کړي، که څه هم طالبانو رد کړې، خو پاکستان منلې چې دا ډله اوس ورو ورو له دې هېواد ځانونه خلاصوي او په نورو هېوادونو تکیه جوړوي.
هغه طالب مشران چې کورنۍ او ژوند یې پاکستان کې دی اوس هم د ای ایس ای په دستور افغانستان کې ورانکاري کوي او هغه چې له پاکستان یې ځانونه راټول کړي، اوس په نورو ادرسونو پسې ګرځي چې د ځان او ډلو لپاره پیسې پیدا کړي.
مطیع الله علیزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *