طالبان د تبلیغاتو لپاره له خپلو کسانو منکریږي:وحيدملګری

comments 0

0 Views

هر ولایت، هر سیمه کې چې افغان ځواکونه بریالي عملیات او هوایي بریدونه وکړي چې زیات طالبان پکې ووژل شي او یا په بله اصطلاح طالبان پکې تر سختو ګوذارونو لاندې راوړل شي، بیا په ټولنیزو رسنیو کې پخواني عکسونه پورته کوي چې ګنې ملکي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو له کلونو راهیسې دا تکتیک کارولی او په دې برخه کې بریالي هم دي، ځکه تر څو چې حقیقت مالومیږي خلک په پټو سترګو د طالبانو په تبلیغاتو پسې ځي او افغان ځواکونه نوم بدي کوي.

دا اوس ټولو ته مالومه ده چې طالبان په کلیو کې پټ دي او د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي، نو کله چې افغان ځواکونه عملیات کوي په احتیاط مخ ته ځي، خو طالبان بیا هم د هوایي مرمۍ په کورنو ګوزاروي او یا کوورونو کې چاودنې کوي او پړه یې پر افغان ځواکونو وراچوي.

طالبان دا هر څه د دې لپاره کوي چې د سیمې خلکو سره خواخوږي وښيي او له افغان ځواکونو سره یې کرکه پیدا کړي چې بیا د طالبانو په لیکو کې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي.

همدا تېره ورځ کندز په چاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو ضد عملیات پيل شوي او هلته طالبانو خلک په زوره اړ کړي چې له دوی سره د افغان ځواکونو ضد جګړه کې برخه واخلي، هوایي بریدونه شوي او هغه کسان هم پکې وژل شوي چې په جبر او رضایت باندې د طالبانو په لیکو کې و.

طالبانو اوس بیا دا موضوع راپورته کړې چې افغان ځواکونو په بمبار کې ملکي وګړي وژلي ، په داسې حال کې چې یا به طالبان په دې کورونو کې له خپلو کورنیو سره پټ و، یا به یې دا خلک په زور د جګړې لیکې ته راوړي و.

افغان هوایي ځواک اوس تر بل هر وخت مسلکي دی او د جګړې په لیکه کې هر هغه هدف په نښه کوي چې راپور یې ورکړل شي، افغان ځواکونه هر ځای په احتیاط علمیات کوي چې څنګه کیدای شي د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.

نو طالبان دې پوه شي چې نور خپل مړي د ملکي وګړو په ټيل کې نه شي تیرولی او افغان ځواکونه د ملکي وګړو خوندیتوب ته ژمن دي، خو طالبان ترې هیڅ ځای نه شي پاتې کیدلی.

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *