طالبان د بیان ازادي غږ چوپ کوي / ندیم خپلواک

comments 0

0 Views

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې رسنۍ ګواښلي او د بریدونو خبرداری یې ورکړی دی، دا کومه نوې خبره نه ده، طالبانو تر دې وړاندې پهم یو شمېر رسنۍ ګواښلي او د یو شمېر نورو باندې یې بریدونه هم کړي دي.
خو دا ځل اعلامیه کې رسنۍ په ډله ییزه توګه ګواښل شوي دي، د رسنیو ګواښل د طالبانو نوې خبره نه ده، هره رسنۍ او هر خبریال باندې چې د طالب زور ورسیږي، برید پرې کوي او له منځه یې وړي.
خو له نیکه مرغه چې افغان کشفي او استخباراتي ارګانونو تل پر رسنیو او خبریالانو د بریدونو مخه نیولې او ترهګرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په اسانۍ سره هدف ته ورسیږي.
طالبانو له دې اعلامیې سره یو څه باید په یاد ولرئ چې طالبان هیڅکله کومې رسنۍ او یا خبریال ته ګلان غاړه کې نه اچوي، له کلونو راهیسې یې کار کړی چې خبریالانو ته ګواښونه وکړي او په رسنیو بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو دا اجازه نه ده ورکړې چې د رسنیو غږ چوپ شي.
د طالبانو هیڅکله دا نه لوریږي چې د دوی پرضد حقایق راوسپړل شي او خلکو ته د طالب اصلي څېره په ډاګه شي، طالبان له رسنیو غواړي چې د دوی پرضد له خبرونو خپرولو ډډه وکړي، په داسې حال کې چې د افغانستان په قانون کې هیڅوک او هیڅ ډله د رسنیو د سانسور حق نه لري.
رسنۍ ازادي دي او د دې ازادۍ لپاره رسنیو او افغانانو قرباني ورکړې، د بیان ازادي په ډيرو قربانیو ترلاسه شوي او هیڅوک حاضر نه دي چې د بیان دا غږ د طالبانو د ګواښونو پروړاندې چوپ کړي.
د طالبانو د اعلامیې له خپرولو څو ساعته وروسته د رسنیو استازو او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو غږ وکړ چې دوی به هیڅ کله له حقایقو را و نه ګرځي او نه به په ګواښونو باندې خپل غږ چوپ کړي.
رسنۍ هغه څه نشروي او خپروي چې دوی یې په پلټنو کې پيدا کړي او دا ښکاره ده چې طالبان څوک دي، د کومې موخې لپاره جګړه کوي، د جګړې قرباني څوک دي او د طالبانو له جګړې ګټه څوک وړي.
دا هغه څه دي چې کلونه رسنیو افغانانو ته په ډاګه کړې او له طالبانو د خلکو نفرت زیات شوی دی، کلیو کې اوس د طالبانو ځای نه دی پاتې ټول خلک ترې نفرت لري او اوس طالبان هڅه کوي چې رسنیو باندې فشار راوړي تر څو د دوی پرضد خبرونه خپاره نه شي.
اوس ټولو درک کړې چې طالب د څه لپاره جګړه کوي او موخه یې څه ده، دې برخه کې د رسنیو رول مهم دی او خپل مسوولیت یې په بې طرفه ډول ادا کړی دی.

Share this page to Telegram

Comments