طالبان: د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره افغان جګړه پای ته نه رسیږي

comments 0

51 Views

هندوکش ـــ کابل: وسله وال طالبان وایي تر څو چې په افغانستان کې د روانې جګړې لاملونه ختم نه شي، دا ډله چمتو نده چې اوربند وکړي. د دې ډلې ویاندویان او نور چارواکي دا خبره داسې مهال کوي، چې لدې وړاندې یې په افغانستان کې د روانې جګړې یواځینۍ لامل د بهرنیو ځواکونو شتون په ګوته کړی و. د چارو یوو شمېر څارونکي وایي سره د دې چې ظاهراً داسې معلومیږي چې طالبان د سولې نیت لري، خو د جګړې د دوام لپاره د دوی پلمې شکونه پیدا کوي چې ګواکې طالبان په ریښتني معنا د سولې نیت او اراده نلري، دوی مخکې ویلي و، چې که به بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي دا ډله به جګړه بس کړي. د سیاسي چارو څارونکی طوفان وزیري وایي چې ممکن طالبان د جګړې په دوام سره غواړي ځینې نورې غوښتنې مطرح کړي. ښاغلی وزیري زیاتوي: “دا به خلکو ته اوس په ثبوت رسیدلي وي، چې طالبان د جګړې په دوام سره غواړي خپلو شومو اهدافو ته ور سیږي، د دوی جګړه د ګټو پر محور را څرخیده اوس به خلک قرار، قرار پوه شي او دا هر څه په ثبوت رسیدونکي دي. ښاغلی وزیري زیاتوي افغان حکومت ته په کار ده، چې د تېرو نولسو کالونو د ټولو لاسته را وړنو ساتنه او دفاع وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments