طالبان د ای اېس ای په دستور د نویو جنګیالیو د جذب په لټه کې دي

comments 0

82 Views

هندوکش ــ پاکستان: یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش پرېس خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو ته پاکستاني استخباراتو یا ای اېس ای دستور ورکړی چې خپلې ډلې ته نوي جنګیالي جذب کړي.
سرچینه وايي چې د همدې هدف لپاره په پېښور کې د طالبانو او حقاني شبکې یو ګډ ترکیب ایجاد شوی او دنده لري چې افغان مهاجرین د طالبانو ډلې ته د جنګیالیو په توګه جذب کړي.
دغه سرچینې ویلي چې ای اېس ای غواړي د سولې له خبرو سره همهال په افغانستان کې د طالبانو جګړه شدت پیدا کړي او د طالبانو په د جګړو په زیاتوالي سره خپلو اهدافو ته ورسیږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments