طالبان د اوربند په تړاو پریکړه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ټاکل شوې چې د طالبانو مشران به په خپلو کې نن په لوی اختر کې د اوربند په تړاو خبرې وکړي.
د طالبانو دوه لوړپوړو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د غزني جګړې سربېره د طالبانو لوړپوړي چارواکي په اوربند فکر کوي او ښايي نن مازدیګر په دې تړاو په لوړه کچه خبرې وکړي.
د طالب چارواکو په خبره، تر اوسه د اوربند په تړاو پرېکړه نه ده شوې، خو له ځینې اسلامي هېوادونو سره د اړیکو له امله طالبان په دې تړاو بحث کوي.
د طالبانو چارواکو منلې، چې د اختر اوربند په تړاو ځینې اختلافونه شته، خو وروستۍ پرېکړه به د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده کوي.
د طالبانو یو بل چارواکي بیا ویلي، لومړی د اوربند وړاندیز د یوې اونۍ لپاره شوی، خو بل نظر بیا دا دی چې اوربند دې یوازې څلور ورځو لپاره وشي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments