طالبان: د امریکا سره له تړون وروسته به د اورکم موده وغځوو

comments 0

13 Views

هندوکش ــ قطر: د طالبانو دسیاسي دفتر یوه غړي ویلي چې له امریکا سره په لاسلیکېدونکي تړون کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یادونه شوې او تمه ده چې د اورکم موده وغزول شي. د امریکا د بهرنیو چارو ویلي په تېرو شپږو ورځو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی.
د طالبانو دې سرچینې ویلي چې د دې هوکړې یوه ماده کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به په تاوتریخوالي او جګړه کې د پام وړ کموالي رامنځته کیږي. د دې سرچینې په وینا له دې مطلب دادی چې د تېرې اونۍ په څېر حالت به دوام کوي.
د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ د رواني فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه او نن ( شنبه ۲۸ فبروري) یې د شوې هوکړې له مخې وروستۍ ورځ ده.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments