طالبان: د امریکايي پوهنتون د یوه استاد روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: طالبانو لخوا په یوې خپاره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو امریکایې استادانو له منځه د یوه حالت د اندیښنې وړ دې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دوی سره د زنداني دوو امریکايي استادانو له ډلې د یوه تن کیون کینگ روغتیايي وضعیت خراب شوی او زړه ناروغې ترڅنګ د ګردې ناروغې هم ورته پیدا شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د نوموړي پښې هم پړسیدلې دي، او کله نا کله هم بې هوښه کیږي.
طالبانو په خبرپانه کې ویلي چې اقتصادي وضعیت او جنګې لامولونو له امله نشي کولاې د نوموړي درملنه وکړي.
کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان له دارالاامان سیمې تیر کال آګست میاشتې وتښتول شول، چې وروسته یې طالبانو د تښتولو مسوولیت ومانه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان غواړي په داسې کړنو پر دولت فشار وارد کړي او خپلې هغه نا مشروع غوښتنې پرې ومني چې د لاسته راوړلو توان یې نلري.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply