طالبان دې د سولې د تیاری لپاره لومړى اوربند وکړی / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

ولسمشر محمد اشرف غنى له ټاکنو وروسته پر طالبانو غږکړى، چې له تاوتریخوالی لاس واخلی او د نوی دولت دسولې له بهیر سره یوځاى شی. د پاکستان لومړی وزیر او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ هم منلې ده، چې د سولې راوستو خبرې بیا پیل شی. د خوښۍ ځاى دى، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په بریالیتوب پاى ته ورسېدې او په لنډه موده کې به د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلام شی. له بل هر وخته اوس د سولې راوستو ته ژمنه برابره شوې ده. د دې لپاره چې د سولې خبرې مثبته پایله ورکړی، نو اړینه ده، چې خبرې بین الافغانی شی. ولسمشر وروسته له ټاکنو پر طالبانو غږ کړى، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د نوی دولت د سولې راوستوله بهیر سره یوځاى شي او همدارنګه د امریکا ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر هم له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د سولې راوستو خبرو ته خوښې ښودلې ده، اوس د سولې د خبرو لپاره ښه شرایط برابر شوي دي. هغو خبرو، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې ۹ پړاوه دوام وکړ او دواړه لوری یوی پایلې ته هم رسېدلی وو، ځکه پرځاى نه وې، چې اصلی لورى د افغانستان خلک او دولت یې له پامه غورځولی وو. له همدې امله خبرې له ماتې سره مخ شوې. د افغانستان ولسمشر له ټاکنو مخکې د خبرو د ناکامۍ او بې پایلې کېدو خبردارى ورکړى و. د طالبانو اصلی لورى د افغانستان دولت دى، نو خبرې باید له دغه دولت سره پیل شوې واى، بیا د امریکا او پاکستان منځګړیتوب ته اړتیا لیدل کېده. دا چې طالبان ایران او روسیې ته ولاړل او اوس د چین هېواد ته ځي، دوى له دې لارې غواړي ځان ته نړیوال اعتبار پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شی. موږ او تاسې په دې پوهېږو، چې طالبان دولت نه دى، بلکې یو نیمګړى تحریک یا ډله ده امریکا غوښتل طالبانوته په ۹ میاشتنیو خبرو کې لوى پرستیژ ورکړی، خو د سولې د خبرو په شنډېدو او لغوه کېدو طالبان بې اعتباره شول .. د امریکا استازو مخکې باید طالبانو ته ویلی واى، چې د افغانستان د دولت له استازو سره خبرو ته کښېنئ وروسته له امریکایی استازو سره مشوره وکړئ. همدا لامل و، چې د امریکا داستازو او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې ناکامې شوې. اوس بیا چې ولسمشریزې ټاکنې پاى ته رسېدلې دی د سولې راوستو خبرې پیل کېداى شی، د امریکا استازو او دملګرو ملتونو د سازمان استازو هم له ټاکنو وروسته دسولې خبروته زړونه ښه کړي او همدا راز، اروپایی هېوادونو هم د سولې خبرو له بیا پیلېدو څخه خپل ملاتړڅرګند کړى دى. د سولې پخوانیو خبرو سقوط کړى دى، نوې خبرې له نوې آجندا سره باید چې پیل شی، چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شی. اوس دسولې راوستو لپاره له بل هر وخته شرایط برابر شوی دی، ځکه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې دتلې میاشتې په ۶ مه له مهالوېش سره سم په بریالیتوب پاى ته ورسېدلې، دسولې راوستو خبرې د نوی دولت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږی. دافغانستان دولت تل د سولې راوستو د خبرو پلان له طالبانو سره مطرح کړى او خلکو او نړیوالو ټولنو هم ترې خپل ملاتړ اعلام کړى و. د سولې راوستو خبرې د نوی دولت د سیاست له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږی، اوس د افغانستان پرستیژ په کورنی او نړیوال ډګر کې لوړ شوى اوله ولسمشریزو ټاکنو وروسته د سولې راوستو خبرو ته غښتلې اراده لری. ددې لپاره، چې له طالبانو سره د سولې راوستو خبرې ګټورې وی او مثبته پایله ولری، مخکې له خبرو باید، چې د نوی دولت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي او اوربند ته درناوى اړین دى. چې له اوربند کولو او ورته له درناوی پرته د سولې راوستل ناشونى کار دى. کله، چې اوربند وشی. د سولې راوستو خبرې په آرامتیا او زغم پیل کېداى او پرمخ تلاى شي. د جګړې، ځان وژونکو عملونو، وژنو او روانیو په دوام سره سوله نه شي راتلاى. د افغانستان نوی دولت ته په کار دی، چې په خپل مرام او ستراتېژۍ کې سولې راوستو ته په عمل کې لومړیتوب ورکړی. بیا هم تکراروم ، چې د اوربند په منځ ته راتلو سره خبرې شونې دي، نو طالبانو ته په کار دی، چې اوربند ته ژمن پاتې شی. مخکې له ولسمشریزو ټاکنو د سولې راوستو خبرې طالبانو د پاکستان او روسیې د هېوادونو په مشورو د امریکا له استازی ښاغلی خلیلزاد سره مخ ته وړې او په افغانستان کې امارتی نظام غوره بدل کېده. دا خبرې په ټوله کې طالبانو ته پاکستان وښودلې. ټولو ولیدل، چې دغه خبرې، ځکه ناکامې شوې، چې د پردیو په مشوره طالبانو پرمخ وړلې. داسې خبرې، چې هغه د پردیو لخوا تنظیمیږی. هېڅکله مثبته پایله نه شي لرلې. طالبان له دې وروسته باید، پاملرنه ولری، چې د پردیو هېوادونو د لاس آله ونه ګرځي او د افغانستان له دولت سره دې خبروته غاړه کېږدي، چې بیا پخوانۍ د خبرو تېروتنې تکرار نه شی. دا سمه ده چې د افغانستان دولت له امریکا سره د تروریزم او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دوه تړونونه لاسلیک کړی دی. افغان دولت ځان ته پالیسی لری، نو طالبانو ته په کار دی، چې پر حقیقت ځان پوه کړي او د سولې راوستو له بهیر سره یوځاى شی. طالبان دافغانستان د دولت له امنیتی ځواکونو سره په جګړه بوخت دی، نو د جګړې اړخ افغان، دولت دى نه امریکا، چې ورسره یی ۹ میاشتې بې حاصله خبرې وکړې. دغه خبرې که دافغانستان د دولت له استازو سره شوې واى، یوې مثبتې پایلې ته رسېدلى شوې. له ولسمشریزو ټاکنو وروسته را روانې د سولې خبرې د زغم، د یوبل د منلو او تفاهم په منځ ته راتلو سره غښتلې کېدلى شی. که چېرې طالبان د افغانستان د نوی منتخب دولت له استازو سره بیاهم له خبرو ډډه وکړی، د بهرنیو دولتونو دپلانونو د عملی کېدو لپاره به زمینه برابره شی، چې دغسې پلانونه او ورته پلانونه به هېڅکله بریالیتوب ته ونه رسېږی. په دې موږ پوهېږو، چې د طالبانو په منځ کې پاکستانیان دی د هغوى دخبرو آجندا د پاکستان دولت جوړوی، دغه پلانونه هېڅکله په افغانستان کې پلی کېداى نه شی اوتل به له ماتې سره مخ کېږی. ددې لپاره چې دسولې خبرې پایله ولری، دغه خبرې دافغان دولت او طالبانوترمنځ باید ترسره شی. بیا دې له امریکا او پاکستان سره مشورې وشی.

Share this page to Telegram

Comments