طالبان دې اوس د امنیتي ځواکونو د ماتولو خوبونه نه ویني

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کابل: د دفاع وزارت مرستیال وايي،چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبان د افغان امنیتي ځواکونو د ماتولو خوبونه له خیاله وباسي.
یادې څرګندوني د شکایتونو ته رسېدنې په موخه د ۱۹۶ نوي وړیا شمېرې د پرانیستي په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت چارواکي وکړې.طالبان اوس د فزیکي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس يې رواني جګړه په لاره اچولې ده.
بلخوا ولسمشر غني د طالبانو د درې ورځني اوربند هر کلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې اوربند د لسو ورځو ته نور هم وعځوي چې او حکومت به هم ۵۰۰۰ زره بندیان خوشي کړي.
په یاده موده کې ٧ سوه ٧٥ ملکي کسان شهیدان شوي او ١٠٦٠٠ ټپیان شوي دي.
هم مهاله د ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی را کم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره فرصت برابر کړي.
په ورته مهال بیا په روان زېږدیز کال کې ٣٤٠ ماشومان وسلوالو نښتو کې شهیدان شوي او ٧٠٠ ماشومان ټپیان شوي دي.
د ماشومانو د ملاتړ بنسټ د ملکیانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو په وژل کېدو اندېښنه ښیي او وایي، چې عاملین یې باید چې د بشر پالنې نړیوال قانون یې تر پښو لاندې کړی استجواب شي.
تازه طالبانو د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی چې د افغان حکومت له لوري هم منل شوی او له دې اقدام یې نړیوالو هم هرکلی کړی دی.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې پر وسلوالو طالبانو غږ کړی، چې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو ته به نه ورځي او نه به هم هغوی ته اجازه ورکوي چې د دوی سیمو ته راشي.
افغان حکومت هم ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې د هر ډول پوځي عملیاتو د ودرولو خبرداری ورکړی، حکومت له طالبانو غواړي چې د بین الافغاني خبرو تر پیل دې اوربند وغځوي تر څو پنځه زره طالب بندیان هم ژر تر ژره ازاد شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments