طالبان دکندهارـ هرات په لویه لاره له سوداګرو او موټر چلوونکو په زوره محصول زور اخلي

comments 0

0 Views

د کندهار – هرات پر لویه لار د سوداګریزو توکو بار وړونکي موټر چلوونکي وايي، چي وسله وال طالبان پر دغه لار دوی ځوروي او محصول په زور ورڅخه اخلي.
پر دغه لار د سوداګریزو توکو وړونکي موټر چلوونکي وايي، که طالبانو ته محصول ورنه کړي، نه یوازي دا چي وهي يې، بلکي سوداګریز مالونه يې راګرځوي.
د دوی په خبره طالبانو څو ځلي ناچار او غریب چلوونکي د محصول د نه ورکړي له امله مرګوني حالت ته رسولي.
په همدې مهال د کندهار امنیتي چارواکي وايي، وسله وال طالبان نه یوازي په چاودنو او ترهګریزو کړنو سره عامه تاسیسات، مسجدونه، پلچکونه او لويي لاري تخریبوي، بلکي د ولس په وړاندي له زور څخه کار اخلي.
د کندهار د لويديځي ولسوالۍ پنجوايي امنیه قوماندان جنرال سلطان محمد حکیمي وايي، ان وسله وال طالبان له عامو خلکو په زور ډوډۍ اخلي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments