طالبان خپل ماین وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: د غزني پولیس وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل پر سړک ماین ځای پرځای کړي چې چاودنه یې پرې کړې او دواړه وژل شوي دي.
د غزني امنیه قومندان محمد زمان وايي، پېښه د غزني اړوند قلعه قاضي سیمه کې شوې ده.
وژل شوي دوه طالبان چې ماین یې ځای په ځای کاوه د پولیسو تر څار لاندې و او کله یې چې ماین ځای په ځای کاوه پولیسو وارخطا کړي چې ماین پرې چاودلی دی.
د امنیه قومندان په خبره، وژل شویو دوه کسانو به په ډيرو عامه لارو او سړکونو ماینونه خښول چې ډير کله به یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوله.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply