طالبان خپلو منځو کې له امریکا سره په هوکړه جنجال لري / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

له وړاندې داسې اندیښنې وې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې به جنګي طالبان ځینې ملاحظات لري او واک به ور نه کړي چې سیاسي ډله یې چې هره پریکړه کوي دوی به یې مني.
د طالبانو جنګي ډلې اوس د سیاسي ډلو تر مدیریت لاندې نه دی، ځکه دوی په دې باور دي چې قرباني دوی ورکوي، مرګ دوی قبول کړی، شپه او ورځ د دوی په خطر کې وي، اولادونه د دوی نهار او خطر کې وي، خو ټلو امتیازات د قطر سیاسي طالبان اخلي.
له اولې ورځې دا خطر و چې دا ډله له امریکا سره په هوکړه پاشل کیږي، خو طالبانو په ښکاره داسې ښودل چې دوی تر یوې رهبرۍ لاندې دي او ټولې پریکړې به ټولې خواوې مني او څوک به ترې تيښته نه کوي.
له دې اختلافاتو سره اوس هغه راپورونه رښتیا کیږي چې له طالبانو سره له سولې وروسته به یې جنګي ډلې یا بله جوړوي او یا به له داعش ډلې سره یو ځای کیږي.
ډیلي ټایمز ورځپاڼې د ځینو طالب سرچینو له قوله لیکلي چې طالب مشران په خپل منځ کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش اختلاف لري.
ملا برادر له خلیلزاد سره د ۱۴ میاشتو په موده کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر سلا شوی خو طالب مشرتابه له دغې پرېکړې خوښ نه دی ځکه په دې برخه کې ورسره مشوره نه وه شوې.
له دې سره یو ځای د طالبانو او امریکا نظر هم د سولې موافقې په تړاو توپير کوي، طالبانو ویلي چې دوی له امریکا سره هوکړې کې دې نتیجې ته رسیدلي چې هیڅ بهرنی پوځي به افغانستان کې نه پاتې کیږي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په وضعیت پورې تړاو لري، تر څو چې زموږ موخې خوندي نه شي له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه شو کولی.
ملا برادر له امريکا او ناټو سره پردغه مهال وېش سلا شوی خو د طالبانو مشرتابه خوشال نه و، ځکه په دې برخه کې ورسره مشوره نه وه شوې او وړاندې دوى په خپلو کې د نهو مياشتو خبره کړې وه خو امريکا د ١٨ مياشتو غوښتنه کوله.
ملابرادر اوس دا خبره د طالب مشرانو مخې ته ايښې. ورځپاڼې د سرچينو په وينا ليکلي چې په دې تړاو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه يې خبرې روانې دي.
قطر کې د طالبانو يوه چارواکي ويلي، پر ټولو مسايلو خبرې روانې دي او اوس په دې اړه کوم رسمي ځواب نه شي ورکولى، خو چې خبرې وروستۍ شي دوى به يې اعلان کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، ټرمپ په افغانستان کې دوه موخې لري، یو دا چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو رامنځ ته شوې لاس ته راوړنې وساتي او بل دا چې له دغه هېواد امریکا ته پېښېدونکي خطرونه له منځه یوسي.
دده په وینا تر هغه چې امریکا له یادو دواړو هدفونو ډاډمنه شوې نه وي دوی له افغانستان د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه کوي. پمپیو بیا هم ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په کتو به له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي. نوموړي دداعش ډلې پر وړاندې هم پر مبارزې ټینګار کړی دی او وایي دغه ډله به د نړۍ په هر ځای کې له منځه یوسي.
امریکايي جنرلان بیا وایي، ټرمپ د انتخاباتو په درشل کې د ځان لپاره شخصي کریډیټ اخلي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې ختمه کړې، بې له پلان څخه د امریکايي ځواکونو ژر وتل به د افغانانو په ګټه نه وي
جنرالانو دغه راز ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو په تړاو ليکلي چې د ډونلډ ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او خلکو سره يې خيانت دى.
دا تړون به هغه څه ته لاره برابره کړي چې ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند ټرمپ يې غواړي، له ټاکنو وړاندې امريکا ته د ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېرو بېرته ستنېدنه.
دا هوکړه به د افغانانو په گټه نه وي. ډېره شونې ده چې دغه راز يوه ناسمه کړنه به هغوى په بې رحمه جگړه کې چې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې قرباني اخلي ايسار پاتې کړي.

Share this page to Telegram

Comments