طالبان حساب پوره کوي/ سیدعبدآلله پاچا

comments 0

1 Views

طالبانو یو ځل بیا د روژې میاشت کې د خپل وحشت نوی ډول و ازمايي اوپروان کې یې پر روژه ماتي  ناست کې کسان په ډزو شهیدان کړل او ځینې نور یې ټپيان کړل.
د مالوماتو له مخې، د پروان په مرکز خلازو سیمه کې یو جومات کې ناست کسان هغه مهال طالبانو په نښه کړي چې روژه ماتې ته ناست و.
په دې ډزو کې ۹ کسان شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي، ایا کوم مذهب، کوم انسانیت به دا ومني، یا دا اجازه به ورکړي چې د روژې میاشت کې روژه په خوله کسانو باندې برید وکړي.
طالبانو د اسلامیت او انسانیت ټولې پولې ماتې کړي او د وحشت هر ډول يې پر افغانانو و ازمایي.
بهرني ځواکونه چې اوس په خپلو مرکزونو کې خوندي ناست دي او پر لارو ګرځیدو کې هم ورته طالبان څه نه وایي، طالبانو د جګړې ټول تمرکز پر افغانانو باندې کړی دي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان پر لمانځه ولاړ، یا روژه ماتي ته ناست کسانو باندې ډزې کوي او شهیدان کوي یې.
تاسو ولیدل چې د روژې لومړیو کې هم لوګر ولایت کې طالبانو د ماخوستن د لمانځه پرمهال لمونځ کوونکي په نښه کړل چې شاوخوا پنځلس کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
طالبان په ښکاره له دې بریدونو منکر کیږي، خو دا په ډاګه ده چې طالبان یواځې شمار پوره کوي او غواړي چې تاوتریخوالی زیات وي.
که د طالبانو جګړه نه وی، هیڅ ترهګره ډله نه شي توانیدلی چې پر افغانانو برید وکړی او یا هره سیمه کې فعالیت وکړي.
همدا د پروان پېښه چې کوم ځای کې شوې، همدې سیمو کې د طالبانو تحرکات شته او ځای ځای هدفي وژنې کوي او تښتي.
طالبان که هر څومره له دې ډول پېښو منکر شي، خو افغانان به یې هیڅکله و نه بښي او دې ډلې ته به برات ور نه کړي.
اوس افغانانو ته یو څه ډير ښکاره شوي او هغه دا چې د طالبانو ډله د واک لپاره جګړه کوي او د جګړې بل هدف نشته.
طالبانو اتلس کاله جګړه د اشغال ضد ترنامه لاندې وکړه، خو اوس یې چې بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه حرام ګرځولي، هر برید کې افغانان په نښه کیږي.
خو طالبان پر ځینو افغانانو د برید مسوولیت مني او له ځینو منکر کیږي.
ښکاره ده چې افغان هر ځای قرباني کیږي، مسلمان دی او د مسلمان وژل په ځانګړي ډول د هغه مسلمان چې بې وسلې وې، هیڅ دین او مذهب کې نشته.
د طالبانو د وحشت همدا ثبوت بس دی چې هره ورځ د دوی د جګړو له کبله لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.
که د طالبانو جګړه نه وی، نه به هیڅوک ووژل شي او نه به هیڅوک ټپیان شوي، خو دا چې د جګړې رهبري د ای ایس ای په لاس کې ده، طالبان هیڅ نه شي کولی او څه چې جي ایچ کیو نه امر وشي، همغه ډول به طالبان کوی.

Share this page to Telegram

Comments