طالبان جوړ سړکونه ورانوي، نمایشي جوړوي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

څو ورځې وړاندې مې هغه ویډیو ولیدله چې طالبانو خپره کړې او د غزني یوې ولسوالۍ کې په تراکتور باندې سړک هواروي.
له دې ویډیو سره طالبانو لیکلي و چې وسله وال یې ځینو سیمو کې د بیا رغونې کارونه کوي او د ټولګټو پروژو ساتنه کوي.
خو افغان ګوري چې طالبانو په تېرو کلونو کې څومره سړکونه خراب کړي، څومره ښوونځي یې وران کړي، څومره روغتیایي مرکزونه یې له منځه وړي، څومره نور عامه تاسیسیات یې په ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو کې له منځه وړي دي.
دلته غواړم د هغه څه یادوونه وکړم چې طالبانو یې مسوولیت منلی دی، خو بیا هم په سپین سترګۍ سره وایي چې دوی د عامه پروژو ساتنه کوي.
دوی په سپین سترګۍ سره یو ځای تراکتور لګیا کړی چې سړک جوړ کړي او دې ته د بیا رغونې د کارونو نوم ورکوي.
تاسو ولیدل چې د هلمند د مارجي او نادعلي سړکونه یې په تراکتورو وران کړي چې ویل یې دې کې بیا ماین نه ځای په ځای کیږي.
تاسو ولیدل چې د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات لویه لار باندې تر ټولو پلچکونو لاندې ماینونه ایښي او له منځه یې وړي دي.
تاسو ولیده چې شمال کې يې څو ځل د برښنا ستنې په بمونو والوځولې او میاشتې میاشتې یې د کابل ښاریان له برق بې برخې کړل.
تاسو ولیدل چې همدې غزني کې ولسوالیو کې ځینو ښوونځیو لپاره ودانۍ منظورې شوي خو طالبان یې اجازه نه ورکوي چې جوړې شي.
تاسو ګورئ چې طالبان هغو سیمو کې بیا رغونې ته اجازه نه ورکوي چې دوی پکې فعالیت لري.
تاسو ولیدل چې زابل کې یې هغه ورځ د برښنا پنځه انجنیران شهیدان کړل، د هغوی ګنا څه وه، همدا چې خلکو ته یې برښنا رسوله.
تاسو د کابل ـ جلال اباد سړک وګورئ، اوس خو ترمیم شوی، خو هر ځای یې طالبانو د تیلو ټانکر ویشتلی و او سړک یې تخریب کړی و.
تاسو د غزنی ـ پکتیکا سړک لیدلی و چې طالبانو په تراکتور وران کړی و او ماینونه یې پکې ځاي په خای کړي و.
تاسو لیدلي چې طالبان هره سیمه کې ښوونځي او کلنیک کې سنګر او مورچه جوړه کړي او هر ډول خدمات یې پکې بند کړي دي.
افغانان دا هر څه ګوري، ویني یې ، یواځې هغه چې طالبانو یې مسوولیت منلی، دومره پروژې پکې تخریب شوي، یا ویجاړئ شوي چې کلونه یې بیا رغونه نیسي.
نو طالبان دې هیڅ سړک او هیڅ ځای نه جوړوي، یواځې هغه جوړ عامه تاسیسات دې نه ړنګوي.

Share this page to Telegram

Comments