طالبان بې خرڅه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا او هلمند کې طالبانو ته په یو منسوب لیک کې د بهرنیو او کورنیو مرستو د کمیدو په اړه ویل شوي دي.
په لیک کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د عشر او مرستو په پیسو کې د فساد مخه ونیسي او مالیات راټول کړي.
د مالیاتو ټولولو لپاره دا پاڼې په هلمند او پکتیا کې خپرې شوي دي.
په دې لیک کې چې د رسنیو واک ته ورغلی، مشرانو یې د جګړې د ډګر له قومندانانو غوښتي چې خلک اړ کړي تر څو د زکات او عشر له درکه پيسې درکړي او ځان پرې وساتی.
په دې لیک کې طالبانو سخته انديښنه ښودلې چې اوس په هغه کچه پیسې نه ورکول کیږي چې پخوا به ورکول کیدلې او باید په هره برخه کې د پیسو په مصرف کې احتیاط شوي.
خو طالبانو په لیک کې زیات تمرکز په دې کړی چې طالبان هر چرته اوسیږي د همغې سیمو له خلکو دې د عشر او زکات پیسې اخلي.
دې لیک د عامو خلکو انديښنې راپورته شوي چې اوس به یې طالبان د زکات او عشر په نوم تنګوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *