طالبان به له کمانډو نه خلاصیږي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان ولسمشر په دې تمرکز کوي چې د کمانډو ځواکونو شمېر او کیفیت لوړ کړي، له همدې کبله د کمانډو لیوا په قول اردو بدله شوه چې ورسره سم یې په شمېر کې زیاتوالی راغلی او لا ډير به راځي.
د کمانډو ځواکونو شمېر ځکه حکومت او د ملي دفاع وزارت خپل لومړیتوب وباله چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې یې ښه پایله ورکړې او ځانګړو عملیاتو سره یې د طالبانو مهم مرکزونه او مهم کسان له منځه وړي دي.
د کمانډو لویه ځانګړتیا دا ده چې عملیات کوي، لاسته راوړنې لري خو تلفات نه لري او هر ځل عملیاتو کې یې د طالبانو سټه ویستلې ده.
افغان ولسمشر باور لري چې کمانډو ځواکونو ته زیاته پاملرنه به یې له ترهګرۍ سره مبارزه کې افغان ځواکونه بریالي کړي او هغه بهرني او کورني ترهګر چې پیچلي بریدونو پلانوي، د کمانډو په مرسته به یې له پښو غورځوي.
اوس د افغانستان کمانډو ځواکونه په سیمه کې ساری نه لري او د ناټو غړو هېوادونو په دې اعتراف کړی چې که افغان کمانډو ځواکونه سم تجهیز شي، له ترهګرۍ سره مبارزه کې تر دې لا ډير بریالي کیدلی شي.
کمانډو ځواکونه ځکه د سیمې او نړۍ په کچه ستایل کیږي چې زړه ور دي او په هېوادنۍ مینه په دښمن باندې لکه د زمري په څېر ورځي او هیڅ ډار په دې برخه کې نه لري.
کمانډو ځواکونو د ترهګرو ډلو هغه تبلیغات بې ځایه ثابت کړي چې وایي افغان ځواکونه د پيسو او معاش لپاره جګړه کوي، خو کمانډو ځواکونو ثابته کړې چې د خپل هېواد او خلکو لپاره قرباني ورکوي او په دې برخه کې د هیچا پروا نه لري.
په لومړیو کې کمانډو ځواکونه له ځینو ستونزو سره مخ و چې تجهیزات او امکانات یې کم درلودل، خو په تېرو کلونو کې حکومت توانیدلی چې د اړتیا وړ مهمات ورته برابر کړي او په بیلابیلو برخو کې یې و ازمایي.
هغو سیمو کې چې کمانډو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي، طالبانو ته یې سخت ګوزارونه ورکړي او پرته له دې چې خپله تلفات ورکړي، طالبانو ته یې درانه زیانونه اړولي او هسکه غاړه خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.
د کمانډو ځواکونو د شمېر تر څنګ په ظرفیت باندې هم کار کیږي چې تر دې لا ډير لوړ شي او د ترهګرو پروړاندې مبارزه کې ځانونه لومړۍ درجه ثابت کړي.
په خپلو ځواکونو باور ولرئ، افغانانو تر بل هر چا ښه وړتیا او زړه ورتیا لري او په هره برخه کې به لاس ته راوړنې ولري.

Share this page to Telegram

Comments