طالبان باید د افغانانو له غوښتنو سره سم عمل وکړي / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

امریکا او طالبان چې قطر کې له یو کال زیات وشو، په خبرو بوخت دي او تراوسه کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي، لامل دا دی چې طالبان ځینو مواردو کې د خلکو د غوښتنو خلاف عمل کول غواړي.
امریکا ممکن طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي، خو تر دې وړاندې ځینې موارد شته چې طالبان مجبور دي له امریکا سره یې ومني او بیا هوکړه لاسلیک شي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې که امریکا له افغانستان وځي، بیا یو داسې تضمین وي چې جګړه به پای ته رسیږي او ټولې ډلې چې د وسله وال طالبانو تر نامه لاندې فعالیت کوي، باید وسله کیږدي.
بل لامل دا دی چې که طالبان او امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کوي، طالبان مجبور دي چې ټول ډلې د سولې چوکاټ ته داخل کړي.
بله غوښتنه دا ده چې طالبان به هيڅکله د امارت خیالونه نه ګوري او ګډ نظام او حکومت باندې بحث کیږي.
همدا لاملونه دي چې د طالبانو ځینې ډلې یې له سیاسي مشرانو ته نه مني او د سولې د توافقنامې لاسلیک یې ځنډولی دی.
دا غوښتنې د امریکا او افغان حکومت نه دي، دا غوښتنې د افغانانو دي چې نه امارت غواړي او نه د جګړې دوام.
خلکو مشورتي لویه جرګې کې حکومت ته نوټس ورکړی چې سوله باید د جګړې پای وي، نه د یوې بلې جګړې پيل.
د سولې د خبرو د پيل لپاره لومړی اړینه ده چې اوربند وشي او یا تاوتریخوالی کم شي، دا غوښتنه د ټولو افغانانو ده.
کله چې اوربند نه وي نو بیا نه شي کیدلی چې د سولې خبرې پایله ورکړي، هر کله امکان شته چې د سولې خبرې د تاوتریخوالي له کبله له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
تاسو به لیدلي وي چې له کلونو راهیسې خلک اوربند او سوله غواړي او د دې لپاره ان لوی خطرونه هم مني چې طالبان اوربند او سولې ته وهڅوي.
طالبان ځکه اوربند نه کوي چې خپلواک ډول باندې عمل نه شي کولی، کنه طالبانو کې هم منځلاري خلک شته دی چې نه غواړی جګړه دوام پیدا کړي.
خو د طالبانو سخت دریځه ډلې چې د جګړې واک ورسره دی او لومړۍ کرښه کې دي، ټول تمرکز یې په جګړه دی، ځکه د جګړې له درکه عواید په لاس ورځي او واکمن دي چې هر څه وغواړي کولی یې شي.
نو طالبان اوس مجبور دي چې د خلکو له غوښتنو سره سم عمل وکړي او که دا کار و نه کړي جګړه به دوام پيدا کړي، هغه جګړه چې قرباني یې افغانان او ګټه یې بیروني هېوادونه وړي.
هغه خبرې به هیڅ پایله ور نه کړي چې د خلکو غوښتنې پکې و نه منل شي، دغه راز هغه خبرې هم پایله نه ورکوي چې جګړه پکې ختمه نه شي.

Share this page to Telegram

Comments