طالبان: بادغیس یې یو ځل بیا ۱۷ سرتیري خوشي کړي دي

comments 0

396 Views

هندوکش ـ بادغیس: طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټوېټر کې ویلي دي، چې د افغان حکومت ۱۷سرتیري یې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې خوشې کړي دي.
طالبانو په تېرو ۳ ورځو کې د افغان حکومت د بندیانو دریمه ډله ده چې خوشي کیږي.
طالبانو له دې وړاندې د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۴۸تنه حکومتي بندیان له خپلو زندانونو د خوشې کېدو خبر ورکړی.
حکومت تر اوسه د طالبانو لخوا د تازه خوشي شویو بندیانو په اړه رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت به ۵زره طالب بندیان او طالبان به په ځواب کې ۱۰۰۰حکومتي بندیان ازادوي، ترڅو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.
د معلوماتو له مخې تر دا مهاله د افغان حکومت لخوا ۱۰۰۰طالب بندیان او طالبانو لخوا شاوخوا ۲۰۰تنه خوشې شوي دی چې تر ډېره یې ملکي وګړي ښودل شوي دي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments