طالبان اوس بشري قوه څنګه پیدا کوي؟

comments 0

0 Views

لیکوال : نوید احمد څرک

طالبان چې اوس د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ دي ورسره سم یې د جګړې بشري قوه هم له لاسه ورکړې او په اسانه څوک زړه نه ښه کوي چې د طالبانو لیکو ته پرته له کوم امتیاز او فکر ورشي.
پخوا به طالبانو خلک په فریبانه تبلیغاتو تېرویستل او بیا به یې ځینې امکانات ورته هم برابرول چې د افغان ځواکونو او افغانانو پروړاندې جګړه وکړي، خو اوس چې د ځوانانو او په ټوله کې افغانان د جګړې په اهدافو پوه شوي چې پردۍ ګټې په کې پالل کیږي خلک طالبانو لیکو ته نه ورځي.
طالبانو له کلونو راهیسې په یو او بل نوم باندې تنکي ځوانان جذب کړل او بیا یې یا له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل او یا یې ورپورې ځانمرګي واسکټونه وتړل او بې هدف ځایونو کې یې له منځه یوړل.
د طالبانو په لیکو کې دا هر څه لید کیدل او خلک پوهیدل چې دا جګړه د پردیو ګټو لپاره ده او هدف دا دی چې افغانان ارام ژوند و نه لري او افغانستان پرمختګ و نه کړي.
اوس چې د طالبانو په لیکو کې وسله وال پوه شول چې مشران یې د دوی پر سر نړۍ سره معامله کوي او د دوی بې هدف مبارزه په پام کې نه نیسي، طالبانو ځینو لارې جلا کړي او نور خلک حاضر نه دي چې د طالبانو لیکو ته ورشي.
تازه راپورونه دا دی چې طالبان هڅه کوي د جګړې په ډګر کې د بشري قوي کمی په تښتونو پوره کړي او بیلابیلو ولایتونو کې ماشومان تښتوي او بیا یې د روزنې مرکزونو ته وړي.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍تازه په تورخم کې کم عمره ماشومان له قاچاقبرو سره نیول شوي چې غوښتل یې د دیورنډ له کرښه هاغاړې یې واړوي او بیا یې ورته د ځانمرګو او نورو بریدونو روزنه ورکړي.
دا ماشومان له بیلابیلو سیمو څخه په ځانګړي ډول له مدرسو راټول شوي و او کله چې په تورخم اووښتل کمیسارۍ پولیسو نیولي او هغه کس یې هم نیولی دی چې دا ماشومان یې د د ځانمرګو د روزنې لپاره پاکستان ته وړل.
نیول شوي کس اعتراف کړی چې تر دې وړاندې یې هم ماشومان په تورخم اړولي چې بیا یې د ځانمرګو بریدونو تر مرکزونو رسولي دي، دې کس اعتراف کړی چې طالبانو ورته د دې په بدل کې پيسې ورکولې.
طالبان د جګړې لپاره هر پست کار کولی شي او تل یې ماشومان په جګړو کې کارولي دی، وروستي ارقام ښيي چې طالبانو نوي سلنه بریدونه په ماشومانو باندې کړي دي، طالبانو ځکه ماشومان استخداموي چې کم عمره او خام عقل دي او په اسانۍ سره دروغو باندې تېر وځي.
افغان ځواکونو طالبان جګړه کې وارخطا کړي او د طالبانو بې هدفه جګړه باندې خلک پوه شوي او هيڅوک به حاضر نه دي چې طالبانو لیکو کې د خپلې خاورې او خپلو ورونو په مقابل کې جګړه وکړي.

Share this page to Telegram

Comments