طالبان امریکا ته د خپل نه شرارت تضمین ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د طالبانو او امریکا ګډو کاري ډلو له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو او امریکا او ملګرو هېوادونو ته یې د خطر نه پېښېدو په اړه کار پیل کړی.
طالب سرچینو ویلي، ګډې کمېټې کار پیل کړی چې څنګه کېدای شي امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او طالبان به داسې ضمانت ورکوي چې امریکا او ملګرو هېوادونو ته یې ګواښ نه پېښوي.
د دغې مسودې تر بشپړېدو وروسته به مرکچي پلاوی وروستۍ پرېکړه کوي.
په روانو خبرو کې یوازې له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د طالبانو لخوا په ضمانت ورکولو بحث کېږي.
ټاکل شوې د مارچ میاشتې په احتمالي ناسته کې به پر اوربند او بین الافغاني خبرو هم بحثونه وشي.
د قطر په ناسته کې د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد سربېره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ میلر، د سپینې ماڼۍ، سي ای اې، بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون ځانګړو استازو هم ګډون کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments