طالبان الفتح عملیاتو کې د سرونو شمېر برابروي // نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

طالبان چې د سږ پسرلي عملیاتو ته د الفتح نوم ورکړی، تر دې دمه له ماتو سره مخ دي او هیڅ ډول پرمختګ یې نه دی کړی، دا چې اوس افغان ځواکونه تر بل هر وخت پياوړي دي، طالبانو ته موقع نه پیدا کیږي چې کومه سیمه کې دوامداره جګړه وکړي او یا کومه سیمه د څو ورځو لپاره ونیسي.

تاسو ولیدل چې د زابل سرحدي ولسوالۍ (شملزیو) کې یې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ دوه ورځې جګړه وکړه چې دا ولسوالي سقوط کړي خو د پنجابیانو په ګډون د داخلي طالبانو لپاره دا ولسوالي هدیره وګرځیدله او هیڅ ډول پرمختګ یې و نه شو کړلی.

د طالبانو مړي سیمو کې پاتې شول او د پاکستاني ملیشو جسدونه یې له کرښې واړول او سخته ماتې یې وخوړه، طالبان که له یوې خوا له پاکستان څخه پیسې اخلي له بلې خوا له ای ایس ای همکاري غواړي چې جګړه او د کسانو پيدا کولو او روزنه کې ورسره همکاري وکړي.

طالبان د هېواد په شمال کې هم ځینو کې سیمو کې جګړو ته زور ورکړی، خو هلته شاهین قول اردو داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی چې کلونه به ځای ته را نه شي.

خو طالبانو چې ولیدل له افغان ځواکونو سره یې زور نه رسیږي، نو اوس پر ملکي وګړو بریدونه کوي او په دې سره غواړي ځینې سیمې ناامنه او تر خپل کنټرول لاندې وشيي.

د شاهین قول اردو د مالوماتو له مخې، طالبانو د پسرلني عملیاتو له اعلان وروسته تر ننه له دوه سوه زیات ملکي وګړي شهیدان کړي او ټپيآن کړي دي.

د قول اردو د مالوماتو په اساس د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۴۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۵۸ نور ټپيآن دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

طالبان چې اوس په جګړه کې پاتې راغلي مرسته کوونکو اوملاتړ کوونکو هېوادونو ته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان ځواکونو او دولتي مامورینو راپور ورکوي چې وژلي او ټپيان کړي یې دي.

له طالبانو اوس لار ورکه ښکاري او هڅه کوي چې د ناامنیو او ګډوډیو سره یواځې خپل حضور وښيي، ځکه دا ډله اوس له ډله ییز او مخامخ بریدونو لویدلې او هیڅ لار نه ده ورپاتې چې خپلو بادارانو ته د نغذي مرستو اوتجهیزاتو راپور ورکړي.

طالبان چې د جګړې او افغان وژنې لپاره جوړه شوې ډله ده هیڅکله ترې د سولې تمه نه شي کیدلی، خو له نیکه مرغه چې اوس نږدې ټول افغانان یې په جګړه پوه دي چې د څه لپاره او ولې د جګړې دوام غواړي.

د طالبانو د رهبرۍ ګټه جګړه کې ده او د افغانستان د جګړې له ادرس څخه خپله او کورنۍ یې هوسا ژوند لري او په افغانستان کې افغانان په یو او بل نوم قرباني کوي.

طالبان د هیڅ یو برید ځواب نه شي ویلی چې ولې ملکي وګړي قرباني کوي، بس یواځې همدومره چې هر ځای برید کې ملکي وګړو شهیدان او ټپيآن د دولت کارکوونکي بولي او په دې سره د خپلې جګړې راپور بهرنیو ملګرو ته یې ورکوي چې نورې امتیازات او امکانات ترلاسه کړي.

Share this page to Telegram

Comments