طالبانو یو کور ته بمونو غورځولي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، سپين بولدک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو کور ته لاسي بمونه غورځولي چې د یوې کورنۍ پنځه غړي یې ټپيان کړي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، پېښه تېره شپه کمېسیون مانده کلي کې شوې او طالبان له سیمې تښتیدلي دي.
د دراني په خبره د پولیسو څېړنې پيل شوي چې طالبانو څنګه یو کور ته بمونه غورځولي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *