طالبانو یو ماشوم پلار ته د نا فرمانۍ په جرم وژلی

comments 0

2 Views

هندوکش ــ پاکستان: د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د افغان مدرسې یو مشر ملا اغا جان، یو ځايي ۱۶ کلن زلمی د پلار د نافرمانۍ په جرم په وهلو ډبولو وژلی دی.
د واڼه د پولیسو مشر عثمان خان وايي، پېښه په وچ خوړ سیمه کې شوې او د محمد ایوب په نوم یو افغان کډوال خپل زوی د ملا اغاجان مدرسې ته بیولی تر څو د پلار د نافرمانۍ له کبله نصیحت ورته وکړي، خو د مدرسې مشر ملااغا جان دغه ماشوم دومره شکنجه کړی چې ساه یې ورکړې ده.
د عثمان خان په خبره، د عصمت الله په نوم یو ماشوم چې خپل پلار محمد ایوب د مدرسې مشر ته د نافرمانۍ له کبله د نصیحت لپاره ور وستی و، د مدرسې له طالبانو سره لفظي شخړه کړې وه او ورته یې ویلي وو چې ستاسې له نصیحت پرته هم د پلار قدر کوم.
د عصمت الله پلار محمد ایوب وايي، طالبانو یې زوی ماسپښين دوه بجې وهلی او هغه ماښام شپږ بجې ساه ورکړې ده.
ځايي خلکو هم انډیپنډینټ ورځپاڼې ته ویلي، چې د ملا اغا جان د ۲۵۰ طالبانو لرونکې مدرسه له افغان طالبانو سره ژورې اړیکې لري او په سیمه کې یې د افغان کډوالو په کورونو واک چلېږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments