طالبانو یوځل بیا په کندهار ولایت کې پوخ سړک په ماینونو الوځولی دی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې طالب وسلوالو تیره ورځ د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ پوخ سړک په ماینونو سره الوځولی دی.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو په کندهار ولایت کې د عامه المنفعه ځایونو ویجاړولو ته کار ویلی او څو ورځې وړاندې یې هم په کندهار ولایت کې سړکونه او پلچکونه په بمونو الوځولی و.
دوي وايي، چې د یادې ولسوالۍ سړک په ویجاړولو سره یې ځايي اوسیدونکي یې له خورا ستونزو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کې د ارغستان ولسوالۍ اوسیدونکو دطالبانو نوموړی عمل غندلی او دسولې بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې دخنډ جوړولو هڅه بللې ده.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments