طالبانو یواځې د بیارغونې برخه کې ۵زره کسان وژلي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

د افغانستان په بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار مالومات ښيي چې د افغانستان ثبات او بیارغونې په هڅو کې ۵۱۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سیګار د مالوماتو له مخې؛ دا تلفات له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۸ کال یا په تیرو ۱۷ کلونو کې چې د افغانستان د بیا رغونې چارې پیل شوې، د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې پېښ شوي دي.
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، په وروستیو ۱۷ کلونو کې د افغانستان د ثبات او بیا رغونې لپاره هڅو کې د زیانمنو په ډله کې ۲۸۴ امریکایان، ملکیان او پوځيان شامل دي.
سیګار دغه راز ویلي، د امریکا په پروژو کې تر ۲ زره زیات افغانان په یو او بل تور د وسله والو ډلو له لوري وژل شوي دي.
دغه راز د سېګار مالومات ښیي چې، په همدې موده کې ۱۱۸۲ تنه برمته شوي یا بې درکه شوي دي.
د طالبانو مبارزه او فعالیت له دې مالوم کړئ چې یواځې د بیارغونې انجنیران او کارمندان یې په تیرو ۱۷ کلونو کې له پنځه زره زیات وژلي او شهیدان کړي دي.
تېرو کلونو کې له خلکو سره انديښنه همدا وه چې ولې هغه کسان هم په نښه کېږي چې د بیا رغونې په برخو کې کار کوي، خو طالبانو د دې وژنو لپاره بیلابیل توجهات لټول، خو په اصل کې دوی د پيسو لپاره ترور کو او کوم ځای کې به چې چا برخه ورکړه، بیا به یې ورته ستونزه نه جوړوله.
داسې هم نه ده چې د دې وژنو یواځینی لامل یي جګړه ده ، بلکې سیاسي لوبه هم شته چې پاکستان نه غوښتل افغانستان د بیارغونې برخه کې چټک پرمختګ وکړي، همدا لامل و چې د جګړې سیمې اوس هم له بیارغونې پاتې دي.
ځکه ځینو سیمو کې طالبان د بیارغونې اجازه نه ورکوي او ځینې نورو سیمو کې پروژو کې رشوت غواړي او دولت او موسسې حاضر نه دي چې وسله والو ډلو ته باج ورکړي.
جګړه کې هیڅکله عامه ځایونه او عامه شتمنۍ نه لوټ کیږي، د هغو کارونو مخه نه نیول کیږي چې ټولګټې وي، خو طالبانو تیرو کلونو کې نه یواځې دا چې د بیارغونې مخه ونیوله بلکې د بیارغونې اتلان، انجنیران او کارکوونکي یې هم په شهادت ورسول.
نو له دې راپور د طالبانو د جګړې اصلیت مالوم کړئ چې دا ډله د څه لپاره راپورته شوې او څومره زیان یې افغانستان ته اړولی دی.
په دې باور لرو، که جګړه نه وای، اوس به د بیارغونې برخه کې زیات پرمختګونه رامنځ ته شوی وی، فساد به کم وی او زیات خلک به د ټولګټو پروژو له ګټو برخمن او د ژوند ستونزې به یې کمې وی.

Share this page to Telegram

Comments