طالبانو کې څه توپير راغلی / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

په دې وروستیو کې ځینې سیاسي او مدني فعالان چې له طالبانو سره یې د دوستۍ اړیکې جوړې کړي هر یو یې وایي چې طالبانو کې ډیر توپير راغلی او فکري بدلون یې کړی دی.
دا خلک په ټوله کې یا د افغانستان وضعیت سم نه درک کوي، یا د طالبانو ظلمونه ورته نه ښکاري او یا یې د طالبانو کړنې او جنایتونه هیر کړي دي.
دا به ومنو چې د طالبانو د سیاسي دفتر یا قطر ډلې فکر سیاسي دی او تر ډيره نرمه لهجه کاروي او داسې انګیري چې ګنې ټولې ډلې یې د دوی په څېر دی.
سیاسي او جنګي طالبان سره لوی توپير لري، ان دوی خپلو کې هم د یو بل مخالف دي، هغه څه چې د قطر سیاسي ډله یې وایي ، جنګي ډله یې نه مني او ځینې هغه کړنې چې جنګي ډلې یې کوي، ځینو مواردو کې سیاسي طالبان ورسره مخالف دي.
خو ماته تر ټولو جالب دا دی چې هر څوک چې د طالبانو له سیاسي ډلې سره کینی، فکر کوي چې ټول طالبان یو ډول دي او څنګه چې سیاسي طالبان وایي، طالبان همغسې کړنلاره لري.
یو بل فکر هم کیدلی شي، دا خلک چې له طالبانو سره کینی، دلیل او منطق ورسره نه وی، طالبانو منطق پرې زورور شي او خپلې خواته یې جذب کړی.
طالبانو افغانستان کې د ظلمونو او جنایتونو وروستي حد ته رسیدلي او داسې ډولونه یې د جنایتونو و ازمایل چې انسانیت ترې شرمیږی.
تاسو درې ورځې وړاندې ولیدل چې دې ډلې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ بازار کې لس دوکانداران په اور کې وسوځول.
ایا په اور سوځول د انسان کار دی؟ ښکاره ده چې نه، خو طالبانو دا کار هم وکړ.
موچي تار باندې حلاله چا رواج کړه، ډله ییز وژنې چا رایج کړې، د بندیانو ډله ییز وژل چا وکړل، ایا طالبانو یې په ویاړ سره ویډوګانې خپرې نه کړې؟
هغه کوم کار و چې طالبانو نه دی کړی، کوم ظلم، کوم ډول جنایت پاتې دی چې طالبانو نه وي ترسره کړی، هر ډول وژنې یې پر افغانانو تجربه کړې او بیا یې پرې د جاسوس او مزدور ټاپه ووهله.
دا اتلس کاله چې هره چاودنه او ځانمرګی شوی، څوک یې قرباني و، دا چاودنې چا وکړې، طالبانو یې په ښکاره مسوولیت منلی، او بیا یې په ډير ویاړ سره ویلي چې دوی هیڅ بې ګنا کس نه دی وژلی او څوک یې چې وژلي جاسوسان و او وژل یې طالبانو ته جایز و.
نو لطفا د افغانانو او افغان ځواکونو قربانیو ته سپک مه ګورئ، خدای به مو سپک کړی، ولې د طالبانو په جنایتونو سترګې پټوئ، ولې د هغه کونډې، یتیم او بورې مور ته درد ورکوئ چې زوی، پلار او میړه یې د طالبانو بریدونو کې شهید شوی دی.
ایا تاسو به هغوی ته ځواب ووایي چې ولې یې د کورنۍ غړی قرباني شوی، تاسو چې طالبانو ته ښه وایي، ایا هغوی ته ځواب لرئ چې د طالبانو د بریدونو قربانیان دی؟
ښکاره خبره ده چې ځواب نه لرئ، خو دا چې د طالبانو له بریدونو په امان شئ، دا چې نور هېوادونه یو څو ډالر او امکانات درکړي د طالبانو ظلم ته توجیه لټوئ.

Share this page to Telegram

Comments