طالبانو کابل خلک په وینو ولمبول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل په بریدونو کې ټول نهه ویشت کسان شهیدان شوي او له څلویښتو زیات کسان ټپیان دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، بریدګر دواړه ځانمرګي وو چې لومړني هغه یې له چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل د غوڅ ملاتړ مرکز دروازې ته څېرمه چولی .
دویم ځانمرګي له لومړني شاوخوا پنځلس دقیقې وروسته د خبریالانو منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې چې اصلي قربانیان یې خبریالان دي.
د قربانیانو په ډله کې د طلوع نیوز، ازادي راډیو، یو ټلویزیون، مشل، فرانس پریس او اګاه اژانس خبریالان او تصویر اخیستونکي شامل دي.
برید کې ټول اوه خبریالانو او عکس اخیستونکو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمیر نور یې ټپیان دي.
ولسمشر غني د خبریالانو پر وړاندې بریدونه بشري جنایت بللی.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، حکومت به په ټول وس د خبریالانو پر وړاندې د شته ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي.
ولسمشر نن کابل کې پر خبریالانو برید غندلی او دا یې بشري جنایت بللی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments