طالبانو ځان ته څه فکر کړی؟/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبان له وروستیو سیاستونو، ناستو او پروسو سره فکر کوي چې د افغانستان برخلیک یواځې دوی او امریکا ټاکلی شي او افغان حکومت سمبولیک دی، خو د قطر له خبرو وروسته د بندیانو تبادله کې افغان حکومت ورته وښودله چې د قضيي مهم اړخ دی او پرته له حکومت هیڅ هم پایله نه ورکوي.
طالبانو ته دا دستور ای ایس ای ورکړی چې هیڅ افغان حکومت ته نظر و نه کړي او په رسمیت یې و نه پيژني، همدا خبره ده چې طالبان هر ځل له حکومت سره د مخامخ خبرو څخه تيښته کوي.
تاسو ولیدل چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لس میاشتو خبرو کې طالبانو څڼې اچولې چې ګنې هر څه د دوی په خوښه روان دي او حکومت حاشیه کې دی، خو کله چې هوکړه لاسلیک او اجرایوي حالت ته ورسیده، افغان حکومت اعتراض وکړ او خبرې لغوه شوې.
اوس چې د بندیانو تبادله کې طالبانو داسې وښوده چې ګنې دا تبادله د امریکا او طالبانو ده او افغان حکومت په کې هیڅ رول نه لري، نو بیا افغان حکومت ورته وښودله چې د دوی له نظر او هو پرته هیڅ کار نه کیږي.
د بندیانو تبادله کې د افغان حکومت شرط دا و چې تاوتریخوالی به کمیږي او د سولې مخامخ خبرې به پيل کیږي، خو دا چې طالبانو او په ځانګړي ډول پاکستان ته دا شرط منظور نه و، نو د بندیانو تبادله وځنډيده.
د امریکايي پوهنتون استادان په اصل کې د طالبانو سره بندیان نه دي، بلکې پاکستان ته یې د یو څه امتیاز په بدل کې ورکړی او اوس د ای ایس ای تر نظارت لاندې دي، نو ځکه پاکستان په دې تبادله کې خپل فرمایشونه لري.
طالبان په دې تبادله کې بې واکه و، نو ځکه یې و نه شو کولای چې د پوهنتون استادان قطر ته انتقال کړی، هلته پاکستان ځینې غوښتنې درلودلې او هغه غوښتنې د طالبانو په توان پوره نه وې چې پوره یې کړی.
افغان حکومت انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور بندیان په همدې شرط خوشې کول چې تاوتریخوالی به کمیږي او د سولې خبرې به پيل کیږي، خو دا چې دا هیڅ شرط طالبان نه مني، نو بیا ولې بندیان خوشې کړی.
هو، دا سمه ده چې د امریکايي پوهنتون استادانو خوشې کیدو کې د افغان حکومت همکاري اړینه او دا یې مسوولیت هم جوړیږي، خو دا په دې مانا نه چې ګنې هر څه د امریکا او طالبانو له خوا کیږي او افغان حکومت صلاحیت او برخه پکې کمزورې ده.
طالبانو د بندیانو په خوشې کیدو کې دا شرطونه منلي و چې افغان حکومت وړاندې کړی وي، دا داسې شرطونه دي چې د ټول په خیر دي، کوم امتیاز نه دی، بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده.
خو دا چې پاکستان له دې شرطونو سره مخالف و او بندیان هم له پاکستان سره و او ټاکل شوې وه چې د پاکستان له هوایي ډګر قطر ته انتقال شي، نو دا کار و نه شو، او د طالبانو بندیان هم بیرته بګرام ته ولیږدول شول.
پر طالبانو هم فشار دی، ځکه جګړه د حقاني شبکه کوي او امتیاز یې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر اخلي، که انس حقاني او ورسره ملګري خوشې نه شي، د طالبانو اوحقاني شبکې لارې سره جلا کیږي او بیا طالبانو نه شي کولی لوی بریدونه پلان کړي او سختې جګړې وکړي.

Share this page to Telegram

Comments