طالبانو په کندهار ولایت کې۳۰ کیلو متره پوځ سړک په بمونو الوځولی دی

comments 0

1970 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ ته غځیدلی ۳۰ کیلو متره پوخ سړک په بمونو الوځولی او ویجاړ کړی دی.
چارواکي وايي، چې د کندهار ولایت له هوايي ډګړه د ارغستان ولسوالۍ ته غځیدلی سړک ۸۰ کیلومتره پوخ سړک او ۵۵۰ لوی او کوچني پلچکونه لري چې ۳۰ کیلو متره پوخ سړک او ۴۵۰ لوی او کوچني پلچکونه د طالبانو له لوري تیره ورځ ویجاړ شوي دي.
چارواکي وايي، چې طالبانو د نوموړي سړک په ویجاړولو سره د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي له سختو ستونزو سره لاس اوګریوان کړي دي.
په عین حال کې ځايي اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د عامه تاسیساتو سره دښمني پای ته ورسوئ.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments