طالبانو په کندز کې یوه میرمن لومړی له خپل کوره ویستلې او وروسته یې وژلې ده

comments 0

5 Views

هندوکش – کندز: دکندز ولایتي چارواکي وایي، چې تیره شپه ناوخته وسلوالو طالبانو دکندز ولایت په امین اباد سیمه کې یوه میرمن له کوره ویستلې او وروسته یې په ډزو سره وژلې ده.
ځایي چارواکي زیاتوي، چې دطالبانو له لوري وژل شوې میرمن د افغان سرحدي ځواکونو په لیکو کې دنده درلوده.
دکندز ځایي اوسیدونکو د وسلوالو طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او طالبانو ته یې خبر داری ورکړی، چې له ظلمونو او افغان وژنې څخه لاس واخلئ.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments