طالبانو په کاپیسا ولایت کې ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کاپیسا: د کاپیسا ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو په کاپیسا ولایت تګات ولسوالۍ په بازار کې په یوه زرنج موټرسایکل کې ماین ځاي پرځاي کړی و،چې په ترڅ کې یې ۷ ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
ځايي چارواکي وايی پیښه تیره ورځ غرمه مهما ل رامنځته شوې ده،چې په کې دماشومانو،میرمنو اوسپین ږیرو په ګدون ۷ تنه ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه تراوسه رسینو ته څه نه دي ویلي
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments