طالبانو په کاپیسا ولایت کې یو پل اوسړک په بمونو الوځولی دی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کاپیسا: د کاپیسا ولایت ځايي اوسیدونکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د کاپیسا ولایت په مرکز کې یو پل او سړک په بمونو الوځولی دی.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې طالبان په سوله باور نه لري او هره ورځ د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې عامه تاسیسات ویجاړوي او خلک له ستونزو سره مخامخ کوي.
په ورته مهال کې د کاپیسا ولایت ځايي اوسیدونکو دطالبانو یاده کړنه غندلې او وايي، چې د طالبانو له لوري د ښوونځي، روغتون، سړک او د پلونوویجاړول جنګي جنایت دي اونه بښوونکی عمل بللی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د ولسي وګړو او عامه ځایونو له ورانولو څخه لاس واخلئ.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments