طالبانو په کابل کې د نني خونړي برید مسولیت پر غاړه واخیست

comments 0

0 Views

هندوکش: کابل: د کابل په دوهمه ناحيه کې نن په استوګنیزه سیمه کې طالبانو موټر بم برید وکړ.
تر برید وروسته څو تنه د خلکو کورونو ته د ننه شوي دي او پر هغو سرتیرو چې غواړي ملکي وګړي روغتون ته يوسي ډزې کوي.
بلخوا په سیمه کې خلک وايي چې د سهار د ګڼې ګوڼې له امله لسګونو ملکي وګړي ميرمنې او ماشومان تلف شوي دي.
د پيښې سيمه:
په دې ځای کې ننګرهار ته د تلونکو مسافرو نارسمي اډه ده.
د پيښې په ځای کې د موټرو جوړونکي دي.
د پيښې په ځای کې د ګلبهار ټاور په نوم استوګنيز ښارګوټی دی
د پيښې په ځای کې تقریبا درې خصوصي ښونځي دي.
د پيښې په ځای کې د پل محمودخان د واړه پله له امله ګڼه ګوڼه خورا ډيره وي.
دا چې سهار وو له هرې سيمې خلک دې ځای کې بند پآتې وو.
ويل کيږي ټول تلفات ملکي وګړو ته اوښتي دي او اوس هم د ملکي وګړو له کورونو پر سرتیرو چې ټپيان ژغوري ډزې کيږي
طالب وياند ذبیح الله مجاهد پر ملکي استوګنيزه سیمه ننی برید هم د تير په شان جهاد بللی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments