طالبانو په پکتیا ولایت کې یو قومي مشر وژلی دی

comments 0

3 Views

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امینتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار لومړۍ ناحیه د صالون خیلو په سړک باندې د یوه قومي مشرپه موټر باندې چاودنه کړې ده.
د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، چې په یاده چاودنه کې د پکتیا ولایت یو تن قومي مشرحاجي فضل وژل شوی دی.
د پکتیا ولایت اوسیدونکو له وسلوالو طالبانو غوښتي دي، چې د سولې ملي پروسه مه سبوتاز کوئ له جګړې لاس واخلئ او سولې ته غاړه کېږدئ.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څّه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments