طالبانو په پروان ولایت کې ۲ دیني مد رسې تړلې دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پروان: دپروان ولایت سیمه ایز چاروکي وايي چې طالبانو په پروان ولایت کې دسیدجمال الدین او کفشان په نوم دوه دیني مدرسې تړلي دي، دپروان چارواکي وايي چې طالبانو له کویټي شورا څخه دستور اخیستي چې په افغانستان کې دې دینې مدرسو مخه ونیسي، ترڅو افغانان مجبور شي چې پاکستان ته د دیني زده کړو لپاره لاړ شي،
دپروان ولایت دپوهنې ریاست یاده ستونزه تاییدوي او وايي چې طالبانو شپږمیاشتې وړاندې په سیاګرد ولسوالۍ کې پنځه دینې مدرسې تړلې وې،دپوهنې رییس وايي چې طالبان دښوونځیو او مدرسو دتړلو دستور له کویتې شورا اخیستي او غواړي چې دپوهنې روان بهیر ټکني کړي،بل خوا دپروان اوسیدونکي دطالبانو له یادې کړنې څخه ناخوښ دي او وايي چې طالبان دپردیو موخې پلې کوي دوي وايي چې افغان ماشومانو ته باید په هېواد کې ددینې مدرسو زمینه برابره شي.
دیادونې وړه ده چې په نوموړو ۲ ديني مدرسوکې ۷۹۳ کسان زده کړې کوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments