طالبانو په هلمند ولایت کې ۲۵ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

127 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار په دودیزه میله باندې د هاوان مرمۍ توغولې ده،چې له امله یې ۲۵ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لومړنیو معلوماتو په اساس په دې پیښه کې ۱۰ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په نوموړې ولایت کې یوې سرچینې هندوکش ته ویلي دي، چې وسلوالو طالبانو هغه مهال په دې میله باندې د هاوان مرمۍ توغولې،چې د دې میلې ګډونوالو طالبانو ته له باج ورکولو انکار وکړ.
یاده دې وي،چې طالبانو تیره ورځ هم د هلمند ولایت په واشیر ولسوالې کې ۸ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي وو.
عبدآلله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments