طالبانو په هلمند ولایت کې عام المنفعه ځایونه په بمونو الوځولي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت په نادعلي، ناوه، ګرشک او د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه بابا جي سیمو ته نږدې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخامخ شوي او د دوی بریدونه بیرته په شا تمبول شوي دي.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو په یادو ولسوالیو کې د ولسي وګړو له کورونو څخه د سنګر په توګه ګټه اخلي او د خلکو له کورونو څخه د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه کوي.
دوي وايي، طالبانو د هلمند ولایت په یادو ولسوالیو کې عامه المنفعه ځایونه په بمونو الوځوي.
په ورته وخت کې دیاد ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې نور د طالب وسلوالو له ظلمونو او کړنو څخه په تنګ راغلي یوو، له افغان ځواکونو غواړو چې د دوی په وړاندې عملیات لا پراخ کړي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments