طالبانو په هلمند ولایت کې د ولسي وګړو کورونو ته اور اچولی دی

comments 0

49 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ملکي وګړو کورونو ته اور اچولی او له کورونو څخه یې د سنګر په توګه ګټه اخلي.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو په لیکو کې پاکستاني پوځیان جګړه کوي او د هلمند په ډیری برخو کې د جګړې رهبري مخ ته وړي.
دوی وايي، چې وسلوال طالبان په ولسي وګړ رحم نه کوي، بلکې د خپلو شومو او ناروا موخو د لاسته راوړلو لپاره یې جګړې ته دوام ورکړی.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د کډوالو رییس وايي، چې د طالبانو د جګړې له امله ۵۱۰۰ کورنۍ لښګرګاه ته راستنې شوې او ډیر ژر به یادو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته ترسره شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments