طالبانو په هرات کې یو روغتون ویجاړ کړی دی

comments 0

17 Views

هندوکش _ هرات: د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د هرات ولایت په شینډڼد ولسوالۍ سیمه ییز روغتون باندې راکټ توغولی چې له امله یې د دې روغتون ودانۍ ویجاړه شوې ده.
د هرات ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د عام المنفعه ځایونو ویجاړلو ته کار ویلي او هره ورځ دهېواد په مختلفو ولایتونو کې سړکونه،ښوونځي او روغتونونه ویجاړوي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل غندلی او له طالبانو يې غوښتنه یې کړې، چې له نور دعام المنفعه ځايونو له ویجاړونې څخه لاس په سر شئ او تارتریخوالي ته دپاي ټکي کیږدئ او سوله وکړئ.
امیرحسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments