طالبانو په هرات ولایت کې ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړړلې

comments 0

124 Views

هندوکش- هرات: دهرات ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې طالب وسلوالو تیره شپه دهرات ولایت په مرکز ۱۲ناحیه کې په یوه فلنکوچ موټر کې مقناطیسي ماین ځای پرځای کړی و چې په پایله کې ماین چاودنه کړې ، چې له امله یې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنیتي چارواکي وایي، چې په یاده پیښه کې دمیرمنو او ماشومانو په ګډون ۳ تنه ولسي وکړي وژل شوي او ۴تنه ټپیان شویدي.
په عین حال کې دهرات اوسیدونکو ګواښ وکړ، که وسلوال طالبان له افغان وژنې لاس وانخلي نو دسولې په وړاندې به خنډونه زیات او د سولې پروسه به له ناکامۍ سره مخ کړي. د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو څو میاشتو کې سره له دې چې طالبانو له امریکانو سره دسولې هوکړه لیک لاسلیک کړی او ژمنه یې کړې ، چې په لویو ښارونو به بریدونه نه کوي او په تا وتریخوالي کې به کموالي راولي، خو تراوسه د دوی له خوا نه په تاوتریخوالي کې کموالی راغی او نه یې بریدونه درولي دي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments