طالبانو په ننګرهار کې دريم ښونځی هم وسوځاوو

comments 0

113 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په هیواد کې په روان کال کې طالب ترهګرو ډير زور د ولس پر بربادۍ کړی دی.

په نوې کړنه دوی په بغلان کې د برښنا پايي په بمونو الوزولي دي او له تیرې اونۍ راهيسې يي په لوګر او ننګرهار کې درې ښونځي سوځولي او شل نور ښونځي يي تړلي دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې وسله والو ترهګرو د مومندرې ولسوالۍ کې يو ښونځی او د لابراتوار خونه او اسناد سوځولي دي.

د پوهنې رياست رسنیز مسول محمد آصف شينواری وايي چې پيښه تيره شپه شوې.

نوموړی وايي د لنډۍ ښونځي ساتونکي چې بې وسلې وو ترهګرو په يو حمام کې بنديان کړي او بیا يي د ښونځي ځينې برخې سوځولي دي.

ويل کيږي په دې وحشت کې د ښونځي اسناد او لابراتوار په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

باید وويل شي چې طالبانو په نوي کال کې د پاکستان په امر ډير تمرکز د ولس پر بربادۍ کړی دی.

تر دې مخکې ځينې سرچينو هندوکش خبري آژانس ته ويلي وو چې طالبان دا کارونه د پاکستان په خاطر کوي.

ويل کيږي د برښنا د پايوالوزولو څخه د پاکستان موخه له صنعتي پلوه د افغانستان  بربادي ده او د ښونځيو په سوځولو سره غواړي راټوکيدلې هیلې مړاوې کړي او افغان ځوانان پاکستاني مدرسو ته اړباسي او هلته يي تر مغز وينځنې وروسته د ځانمرګو په توګه بیرته په افغان وژنه کې وکاروي.

په ننګرهار کې د ښونځيو له سوځول کيدو سره سم د پوهنې رياست پر ولس او امنيتي ادارو غږ کړی دی چې ددې ډول کړنو په مخنيوي کې لاس په کار شي.

 

Share this page to Telegram

Comments