طالبانو په فراه کې یو دیني عالم وژلي دی

comments 0

4 Views

هندوکش – فراه: د فراه ولایت امنیي قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، د جومات یو ملا امام چې د ماخوستن لمانځه وروسته د کور پر خوا راوان و، د فراه مرکز باغپل سېمه کې د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوی دی. ښاغلۍ محب وايي د وسله والو طالبانو لخوا د دیني عالمانو وژنه د اسلام او شرعي ارزښتونو سره دښمني ګڼي.
دسیمې یوتن اوسیدونکي وايي،وسله والو طالبانو په فراه کې یو بل جنایت تر سره کړ، چې د جومات یو ملا امام د فراه مرکز باغپل سېمه کې د وسله والو طالبانو لخوا په ډزو سره په شهادت ورسېد، طالبان جنایت کاران دي، ځکه دوی د جومات پر ملا امام هم رحم ونکړ او په شهادت یي ورسوه.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments