طالبانو په فاریاب کې دوه ملکي وکړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړيدي

comments 0

473 Views

هندوکش – فاریاب: د فارياب امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ شپږو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د قيصار ولسوالۍ پر مركز بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، د جګړې په مهال د طالبانو د هاوان يوې مرمۍ دوه ملكي وګړي ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې څلور تنه نور ټپيان كړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پدې وروستیو کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه ډېر شویدي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments