طالبانو په فاریاب ولایت کې ۴ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

0 Views

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايی، چې طالب وسلوالو د ملکي وګړو په یوه کور دهاوان یوه مرمۍ توغولې، چې په ترڅ کې یې ۴ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، چې دطالب وسلوالو دتوغول شوې هاوان مرمۍ له امله د یوې کورنۍ دوه نارینه او دوه میرمنې وژل شوي، دوه نارینه او دوه میرمنې په کې ټپیان شوي دي.
د فاریاب ولایت دملکي روغتون ډاکټران دټپیانو روغتیاي وضعیت داندیښنې وړ بللی دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments